د غزني ولایت د صنایعو او معادنو خونې پرانیسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۴:۵۲
د غزني ولایت د صنایعو او معادنو خونې پرانیسته

شنبه: د غبرګولی 7مه ۱۴۰۱

په غزنې ولایت کې د صنایعو او معادنو خونه د صنعت او سودارګرۍ وزارت د  پلاوي په شتون کې پرانستل شوه.

د یادې خونې د پرانستلو په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازی ،د یاد ولایت مشرتابه،د خصوصی سکتور استازو ،ملی سوداګرو او صنعت کارانو ګډون درلود.

د غزني خونې ولایتي خونې رییس  له میلمنو مننه وکړه چې په دغو مراسمو کې یې ګډون وکړ،او د سوداګرۍ وزارت او ولایتي چارواکو و غوښتل چې د غزني لپاره دې ژر ترژره  په صنعتي پارکونو کې دځمکې ویش پیل شی.

ورپسې د غزني والي دخپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او اقتصادی پرمختګ په پار شپه ورځ چمتو دی ترڅود صنعتکارانو، سوداګرو او فابریکو لرونکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

نوموړیزیاته کړه هڅه کوي د امارت د مشرانو په ملګرتیا ژر تر ژره د صنعتي پارک چارې پیل کړي  په يای کې يې صنعتکار او پانګوال په دغه ولایت کې پانګونې ته را وبلل.

ورپسې دافغانستان د معادنو او صنایعو خونې عمومي رییس ښاغلي کمین زاده د خپلوخبرو په پیل کې د غزني په معادنو او داسلامي ثقافت پلازمینې په تاریخي او جیو پوليټیک موقعیت رڼا واچوله.

په پاي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خفیفه  صنایعو رییس ښاغليمفتي فیض محمد زرمتی د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې بهرنۍ نړۍ له موږ سره اقتصادي برخه کې دوه ګونې عمل کوی  او باید نړۍ په دې حساسو شرایط کې د افغانستان اقتصاد ته ځانګړي پاملرنه وکړی ،اقتصادي بندیزونه لری د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره اقتصادي او پانګونې برخې پراخه ملاتړ وکړی ، همدا راز نوموړي د شفافیت په اړه وویل چې د کونړ قیمتې ډبرۍ په  تیر حکومت کې ټن په سل زره افغانۍ ، خو اوس یي د في ټن قراداد په نهه میلیونه افغانۍ ترسره  کړی دی.

د یادونې وړده چې د غونډې او پرانستې په پای کې د اسلامی ثقافت د پلازمینې له ځینو تاریخي سیمو او مقدسو اماکنو هم لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS