د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري سره د جمهوررئیس ناسته

reza_admin
Sat, Jun 05 2021 10:36 AM
د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري سره د جمهوررئیس ناسته

سه‌شنبه: دغبرګولي ۱۱مه ۱۴۰۰

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري پلاوي او د سکتوري ادارو مسوولینو سره په ناسته کې، د دوی د کړنو او فعالیتونو راپور واورېد.

په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د سکتوري ادارو مسوولینو د خپلو چارو او فعالیتونو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، موږ د اسیا په کلیدي نقطه کې چې نفوس یې ۳،۵ میلیارد تنه دی ژوند کوو او د بازار موضوع زموږ لپاره مهمه ده.

جمهوررئیس زیاته کړه، له صنایعو او صادراتو ملاتړ او محصولاتو په ځانګړي ډول کرنیزو توکو ته بازار موندنه ډېره مهم ده.

هغه څرګنده کړه، صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د صنعتي او سوداګریز لید او د صادراتو د بنسټزو موخو پر بنسټ له صنایعو د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان تولیدات د نړۍ بېلابېلو برخو لکه چین، ایران، مرکزي اسیا او ټولو هیوادونو ته ورسوي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS