په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مالیزیا لیوالیتا

reza_admin
Mon, Mar 14 2022 12:13 PM
په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مالیزیا لیوالیتا

دوشنبه: د کب ۲۳مه ۱۴۰۰     

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د مالیزیا هیواد د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی بن محمد  او یو شمیر نورو مسئولینو سره په انلاین ډول خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو  داقتصادي او سوداګریزو،چاروترڅنګ په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

ښاغلی عزيزي ماليزيا يو دوست هېواد وباله او ويې ويل، ماليزيا له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې له افغانستان سره سوله ييز او ښې اړیکې لري کوم چې زموږ خلک به يې هیڅکله هېر نه کړي.

هغه زیاته کړه، لازمه ده چې موږ د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې د ورور هېواد له لېوالتیا څخه هم مننه وکړو.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې د خبرو پر مهال وویل، مالیزیا د کانونو، زیربناوو په ځانګړي ډول د لویو لارو، ریل پټلۍ، برېښنا او د تېلو د تولید په برخو کې ښې تجربې لري. له همدې امله موږ کولای شو په دې برخو کې له هغوې سره اغېزمنې همکارۍ ولرو.

د مالیزیا چارواکو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ  وزارت موخه لوړه او غوره هدف وباله او  د بانکدارۍ په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ یادونه وکړه ویې ویل چې مالیزیا په  لوژستیکي برخه  لکه وارداتو او صادراتو کې  د بریالیو تجروبو په درلودول  سره چمتو دې چې  له افغانستان سره همکاري وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په کابل او کوالالمپور کې د سوداګریزو مرکزونو د جوړولو په اړه هم خبرې وکړې

. ښاغلي عزيزي څرګنده کړه چې کابل په سيمه کې د ماليزيا د عصري محصولاتو د وېش مرکز او کوالالمپور په  ختيځه اسيا کې  د افغاني توکو د وېش په مرکز بلل کیدلای شی.

په پای کې  په افغانستان کې د پانګونې د تخنیکې مسایلو په هکله د خبرو لپاره د دواړو لورو لخوا په کابل او کوالالمپور کې د تخصصي ټیمونو پرجوړولو موافقه وکړه

ښاغلي مصطفی بن محمد وویل چې د مالیزیا تخنیکې ټیم مشري به پخپله کوي او په راتلونکو غونډو کې به خپل کاري راپور شریک کړی.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS