د آیسکریم د تولیدی کارخانو دستونزو څیړنې دویمه ناسته

reza_admin
Sun, Jun 05 2022 4:20 PM
د آیسکریم د تولیدی کارخانو دستونزو څیړنې دویمه ناسته

یکشنبه:دجوزا/غبرګولي۱۵مه ۱۴۰۱

د ایسکریم جوړولو د فابریکو د ستونزو دڅیړنې او ارزونی د پرونې غوندې په تعیب نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي  قدرت الله جمال, د  آیسکریم جوړول د اتحاديې له استازو او یو شمیر دولتي مسئولینو په شتون کې د آیسکریم دتولید کارخونو د کیفیت او کمیت په اړه خبرې اترې وکړې.

په پیل کې د آیسکریم اتحادیې رئیس د ایسکریم او دهغه پروړندې د ستونزو او ننګونو په  اړه معلومات وړاندې کړل او په پدې سکتور کې په غیر رسمي او خپل سري توګه  د آیسکریم تولید او ناسالم رقابت يې عمده ننګونې وبللې.

همدارنګه نوموړي وویل چې په پلازمېنه او ولایتونو کې په غیر رسمي توګه، ځینې کاخانې پرته له دې چې له واکمنې مراجع څخه جواز ( دکار اجازه)  ولري آیسکریم تولیدوي  او بازار ته یې وړاندې کوي چې دا کار د یو اړخه د هیڅ کوم رسمي مالیې ورکونکي سیسټم تابع ندي، او له بله پلوه محصولات یې د کیفیت له پلوه تر پلټنې او آزمایښت لاندې نه راځي او پرته له شک د ګټه اخیستونکو روغتیا ته زیان اړوي،هغوي په دې برخه کې د وزارت له  مشرتابه څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

ښاغلي جمال وویل:له نېکه مرغه د آیسکریم د تولید په برخه کې د پام وړ پر مختګونه شوي دي او موږ نن ورځ له دي اړخه په ځان بسیا یو،نوموړي له ټولو هغو کسانو چې په دې برخه کې پانګونه کړې ده  مننه وکړه او د دولت  په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ملاتړ یې د قانوني کاروبار په برخه کې یو ځل بیا اعلان کړ، او څرګنده یې کړه دا چې خلک د محصولاتو له کیفیت، سټنډرډ او سلامتیا څخه ډاډ تر لاسه کړی په دې هکله ستاسی ونډه او همکاري اړینه ده.

 د صنعت او سوداګرۍ مرستیال زیاته کړه  د ا.ا.ا د بی کیفیته موادو  دتولیداتو مخنیوي لپاره کلک هوډ لري.

په پای کې پریکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ ، د عامې روغتیا وزارتونو،د نورم او سټندر اداره، د چاپیریال ساتنې اداره د کانونو او صنایعو خونې او د نورو اړونده ادارو  څخه یوه تخنیکي کمیټه جوړه او په دې اړه د تطبیق او تدوین په موخه یو جامع تګلاره جوړه شي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS