د مرکزي ثبت عمومي ریاست د الکترونيکي سيستمونو د پراختیا په تړاو بحث ترسره شو

reza_admin
Tue, Jul 18 2023 9:37 AM
د مرکزي ثبت عمومي ریاست د الکترونيکي سيستمونو د پراختیا په تړاو بحث ترسره شو

دوشنبه مورخ 29ذوالحجه 1444 / 26 چنګاښ 1402

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزيزي د وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو له عمومي رئیس محترم محمد حلیم مستعین او له نورو اړوندو رئيسانو او کارمندانو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې محترم الحاج عزیزي  د مرکزي ثبت عمومي ریاست او نورو اړوندو برخو د لاسته راوړنو او پراختیايي پروګرامونو په اړه راپور واورېد او همدا راز یې اوسنیو حالاتو او اړتیاوو ته په پام سره  د واحد چتر ریاست د الکترونيکي سيستم پر پراختیا، شرکتونو ته د نوي سيستم پر جوړېدواو هغوی ته د اړینو اسانتیاوو پر چمتو کولو ټينګار وکړ او په دې اړه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د شرکتونو د اداینو (پرداختونو) لپاره د نوي سيستم جوړول اوپه ټول هېواد کې د شرکتونو لپاره د بزنس پلان (عملیاتي تجارتي پلان) چمتو کول مهم یاد کړل.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS