د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملی او نړیوال نندارتون میلمستیا ته ښه راغلاست

reza_admin
Sat, Jul 22 2023 9:03 AM
د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملی او نړیوال نندارتون میلمستیا ته ښه راغلاست

سه شنبه مورخ ۱ محرم ۱۴۴۵ / ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزرات په نوښت د سيمې هېوادونو د خصوصي سکتور له استازو سره د ا.ا.ا د خبرو اترو پروګرام؛ د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه او د سيمې د هېوادونو د رسمي استازو او خصوصي سکتور د نماینده ګانو په ګډون سره پيل شو.

ښاغلي مولوي قدرت الله جمال مېلمنو او حاضرینو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د صنعت او سوداګرۍ د اهمیت او په دې برخو د وزارت پر کړنو او لاسته راوړنو باندي خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې صنعت د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ رول لري.

ښاغلي جمال په ټینګار سره وويل چې په وزارت کې کاغذ پراني له منځه تللې او تر یوه چتر لاندي ټول اسناد طی مراحل کېږي او سوداګرو او صنعت کارانو ته یې ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هغوی ته همېشه د اړینو اسانتیاوو په چمتو کولو کې هڅه کوي.

ورپسې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په هېواد کې د سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو لپاره پر ډاډمن امنیت، سيمه یېزو همکاریو، لېږد را لېږد او راکړې ورکړې په برخو د شته فرصتونو په تړاو خبرې وکړې او د افغانستان له خصوصي سکتور، سترو سيمه یېزو پروژو لکه: ده او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې ټولې اړینې چارې ترسره شوې؛ ګمرکونه ۲۴ فعال او په ټول هېواد کې د خصوصي سکتور لپاره د فعالیت زمینه چمتو او امنیت یې خوندي دی.

د بهرنیو چارو وزارت د خپلو خبرو په ادامه کې له داخلي او نړیوالو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه چې  موږ هڅه کړې سوداګریز فعالیتونه له سیاسته ليري وساتو او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې پر سوداګري د سیاست سیوری ونه غوړوي.

په اخر کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه د مننې تر څنګ وويل چې د خصوصي سکتور د بورډ ۲۱ غړي د حکومت تر څنګ ولاړ دي او اوږه په اوږه کار ورسره کوي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS