جوزجان کې صنعتکارانو ته صنعتي ماشینونه توزیع شول

reza_admin
Wed, Nov 01 2023 12:11 PM
جوزجان کې صنعتکارانو ته صنعتي ماشینونه توزیع شول

چهار شنبه مورخ 16 ربیع‌ الثانی 1445 / 10 لړم 1402

د کورنیو تولیداتو د پرمختګ او ملاتړ لپاره جوزجان ولایت کې ۱۹ کارخونو ته بېلابېل صنعتي سامان آلات او ماشینونه توزیع شول.

د جوزجان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي نیاز محمد تواب په وینا په دې موخه پخوا سروې ترسره شوې وه او مناسبه وبلل شوه چې یو شمېر د اړتیا وړ وسایل د یادو ۱۹ کارخونو په واک کې ورکړل شي. د زرو څخه تر څلور زره ډالرو په ارزښت صنعتي وسایل ۳ عدده زرنج، ۶۰ بوشکې تېل او د مېرمنو د خیاطي او لاسي صنایعو لپاره د وسایلو تر څنګ خام مواد هم ووېشل شول.

په دې مهال د جوزجان د یو شمېر فابریکو مسؤلینو د صنعتي وسایلو وېش د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره اغېزمن ګام وباله او له ا.ا او نړیوالو مؤسساتو څخه یې وغوښتل تر څو په دې موخه له سوداګرو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. یاده مرسته د مهاجرت د نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شوه.

د یادونې وړ ده په جوزجان ولایت کې ۲۰۰ کارخونې او تولیدي شرکتونه شتون لري.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS