د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېدو هوکړه لیک  لاسلیک شو

anwar_admin
Mon, Mar 04 2024 2:43 PM
د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو مرکز جوړېدو هوکړه لیک  لاسلیک شو

دوشنبه مورخ ۲۲ شعبان المعظم ۱۴۴۵/ ۱۴ کب ۱۴۰۲

د صادراتي سندونو د طی مراحل کېدو د واحد مرکز هوکړه لیک د اړوندو ادارو معینانو په شتون کې  له صنعت او سوداګرۍ وزارت اود افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره لاسلیک شو.

په یاده غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست مرستيال مولوي عبدالولي حقاني وویل: اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې راسپارل شوې دندې په صداقت او اخلاص سره پای ته ورسوو. هغه زیاته کړه چې تر دې وړاندې زمونږ سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د داسې مراکزو له جوړېدو سره به دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال د سندونو د طی مراحل کېدو واحد مرکز جوړېدل ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې د دې مرکز په جوړېدو سره به سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي .

 دیادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د اسنادو په پړاوونو کې د امکان تر حده د اسانتیاوو د برابرولو، د صادراتو په لاره کې د خنډونو د لیرې کولو او د واحد چتر لاندې د هېواد د صادراتي توکو د اسنادو د پروسې او ساده کولو په مووخه؛ د هېواد په ۸ زونونو کې د سندونو د صادرولو د پړاوونو د واحدو مرکزونو د جوړولو او فعالولو طرحه د ریاست الوزراء قدرمن مقام ته واړاندې شوې وه  . په دغه هوکړه ليک کې د سندونو د صادرولو په پړاوونو کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور ټول مسووليتونه مشخص شوي او له مخې يې په کندهار، هرات، پکتیا، بلخ، کندز او نیمروز د ګمرک په ودانۍ کې د شپږو مرکزونو جوړول شامل دي. چې په اړوند ولایتونو کې باید د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شي، په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د صادراتو د اسنادو د صادرولو په پړاوونو واحد مرکزونه  وار د مخه په عملي توګه فعالیت ترسره کوي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS