د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړيوال نندارتون دپرانېست غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړيوال نندارتون دپرانېست غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

یکشنبه ۳ ذوالقعدة الحرام۱۴۴۵ / ۲۳ غویی ۱۴۰۳

یاده غونډه کې دریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د زراعت وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، دافغانستان بانک رئیس مولوي هدایت الله بدري او همداراز دامارت لوړ پوړو چارواکو او خارجي دیپلوماتانو ګډون درلود.

ښاغلي جمال میلمنو ته ښه راغلاست وويل او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ا سلامي امارت له بریا وروسته زموږ صنعت د کیفيت له مخې بیسارې وده کړې ده .

په یاد نندارتون کې د هیواد له مختلفو ولايتونو څخه څه دپاسه په ۴۵۰  غرفو کې خپل توليدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.

ښاغلي جمال وویل یاد نندارتون چې یوه اونۍ به دوام وکړي په بیلابیلو برخو کې توليدات لکه غالۍ ، مرمرنې ډبرې ، لبنيات غيرې الکولي مشروبات ، اوسپنه ، تعميراتي مواد ، تعميراتي رنګونه ، خوراکي توکي ، بطرۍ ، ايس کريم ، کيک او بسکټ ، چاپي مواد ، موټر سايکلونه ، بريښنايي موټرونه او داسې نور سلګونه قلمه اجناس او توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

په پای کې ښاغلي جمال له خپلو هيوادوالو وغوښتل چې له دغه نندارتون څخه ليدنه وکړي او د کورنيو توليداتو په ترویج سره خپل وطني صنعت او تولیداتو ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS