د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت معین سره وکتل

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۸:۵۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت معین سره وکتل

چهارشنبه ۲ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶ / ۱۰ ثور ۱۴۰۴

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد، په تاشکند کې د افغانستان سفیر او مل پلاوي د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت له معین او د یاد وزارت له یو شمېر رئیسانو سره وکتل.

په دې ناسته کې، ښاغلي زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې افغانستان او اوزبیکستان د ښه ګاونډیتوب تر څنګ نږدې اقتصادي اړیکې لري. نوموړي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه باید په ګډو ټاکل شویو اقتصادي موضوعاتو ژر او اغېزناک کار وکړي.

همدارنګه، ښاغلي زاهد د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت له معین سره د اوزبیکستان په خاوره کې د افغان مېشتو سوداګرو د شته ستونزو د حل په موخه هم مفصل بحث وکړ.

د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت معین د اقتصادي همکارۍ د لا پراختیا هر اړخیزه ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به په ګډ سوداګریز مرکز کار پیل وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د می په میاشت کې به د اوزبیکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت وزیر او لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي، تر څو د ګډو اقتصادي موضوعاتو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه ترسره شي.

ناسته د افغانستان له لوري د تللي پلاوي څخه د مننې او د راتلونکې لپاره د همېشنۍ همکارۍ د ډاډ په ورکولو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS