د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

دوشنبه، 3 جمادی الثانی 1447/ 3 قوس 1404

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري کولو، او د ټوکر او جامو سکتور د عصري کولو په برخو کې د ګډو همکاریو اړتیا او فرصتونه باندې بحث وکړ.

د ناستې په ترڅ هندي لوري افغانستان رسما دعوت کړ چې د «بهارت ټیکس» تر نامه لاندې نندارتون کې اشتراک وکړي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

همدارنګه دواړو لورو د ټکنالوژۍ په تبادله، د مسلکي روزنیزو پروګرامونو په پیل، د پنبې د کیفیت د لوړولو لپاره د تخنیکي مرستو، او د ګډو تولیدي پروژو پر ارزونه هم بحث وکړ.

په پای کې دواړو خواوو په پرنسیپ کې هوکړه وکړه چې د موضوعاتو د تعقیب لپاره به ګډه تخنیکي کمېټه ایجادوي ، څو د افغانستان او هند تر منځ د پنبې او ټوکر په برخه کې پر همکاریو نیږدې او جزئي بحثونه وکړي او د همکارۍ لپاره مشخص پلانونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۲۳
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با یک تن از تاجران هندی

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، در دفتر کاری شان با آقای آنکوش ستانا و همراهان

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه‌های تجاری به ارزش بیشتر از 300میلیون دالر میان تاجران افغان و اوزبیک

کنفرانس تواصل تجاری به هدف افزایش میزان دادوستد میان افغانستان و اوزبیکستان و رفع نیازمندی‌های دوکشور با حضور محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۱
Background image

ملاقات وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با والی سیردریای جمهوری اوزبیکستان

محترم الحاج نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان، به هدف گسترش روابط میان افغانستان و اوزبیکستان و

BACK TO NEWS