دافغانستان لپاره دبلاروس جمهوریت له سفیر سره دصنعت اوسوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیرلید نه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۱:۵۷
دافغانستان لپاره دبلاروس جمهوریت له سفیر سره دصنعت اوسوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیرلید نه

سه شنبه: دلړم۱۴مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني، دافغانستان لپاره دبلاروس جمهوریت له غیر مقیم سفیر، اولیګ ایوانف سره دخپل کار په دفتر کې ولیدل او ددواړوهېوادونوترمنځ یې دسوداګرۍ داړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې، بلاروس هېواد ته دافغانستان دصادراتو پرڅرنګوالي، دصنعتي ماشینرۍ دوارداتو په برخه کې پر اسانتیاوو، ددغې ماشینرۍ پر بسته بندۍ ، هېواد ته دخصوصي سکتوردپراختیا په موخه دعلمي او تخنیکي پوهې ليږد، ددواړو هېوادونو دتوکودبازارموندنې په موخه دننداتونونوپه لاره اچولو او دسوداګرۍ دلا پراختیا په موخه خبرې اترې وشوې.
دافغانستان لپاره دبلاروس جمهوریت غیر مقیم سفیر، اولیګ ایوانف دصنعت او سوداګرۍ له سر پرست وزیر ښاغلي غوریاني سره دلیدنې پرمهال وویل چې غواړي په افغانستان کې دکابل، هرات او بلخ ولایت له صنعتي پارکونو څخه لیدنه وکړي، ترڅو په ښه ډول ددغو پارکونو لپاره دماشینرۍ په برخه کې تابیا ولري.
په دغه لیدنه کې ښاغلي غوریاني وویل چې په نږدې راتلونکې کې به دافغانستان دصنعت اوسوداګرۍ وزارت یو پلاوی او یوشمېر افغان سوداګر بلاروس هېواد ته سفر وکړي، تر څو وکولای شي په دغه هېواد کې دافغان صادراتو لپاره بازارموندنه، له بلاروسي سوداګرو سره لیدنه او دماشینرۍ پلورلوپه اړه معلومات تر لاسه کړي.
ددغې غونډې په پای کې دواړو لورو دیادو هېوادونو ترمنځ صنعتي او سوداګریزو اړیکې هیله بښونکې وبللې او ددواړو هېوادونو ترمنځ یې داړیکو دلاپرختیا په موخه دنورو لیدنو کتنو ژمنه وکړه. 

See Less

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS