د افغانستان او ازبکستان تر مینځ دوه اړخیزې سوداګریزه ناستې جوړیدل

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۹:۵۲
د افغانستان او ازبکستان تر مینځ دوه اړخیزې سوداګریزه ناستې جوړیدل

شنبه 1 رمضان المبارک 1446 / 11 کب 1403

د افغانستان او ازبکستان تر مینځ دوه اړخیز سوداګریزه ناسته د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم لزیز قدرت‌اف په ګډون د ازبکستان د ترمذ ښار په سوداګریزه مجتمع کې ترسره شوه.

دغه ناسته د مخکینۍ هوکړې له مخې او ازبکستان هېواد ته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مجترم ملا عبدالغني برادر د سفر د ژمنو عملي کېدو په لړ کې، دواړو خواوو د خصوصي سکتور د پلاویو په حضور کې ترسره شوه.

پدې ناسته کې یو لړ مهم مسایل لکه د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې لکه د حیرتان په بندري ښارګوټي کې د اقتصادي او سوداګریزې مجتمع جوړیدل، په بلخ، سمنګانو او کندوز ولایتونو کې تر ۲۰۰ میلیون ډالرو د زیات په لومړني ارزښت د خوراکي توکیو د تولید او پروسس، د چرګانو د ساتنې او پالنې، د درمل جوړولو د صنایعو، د سمنټو او ساختماني موادو تولید، بڼ جوړولو( د پستې د بڼونو پالنې) او د میوو او سبزیجاتو د پروسس په برخه کې د ازبکستان هېواد پانګونه تر بحث لاندې ونیول شوه.

همدارنګه په یاده ناسته کې به ترمذ ښار کې د سیمې په کچه د یوه نندارتون جوړیدل، په دواړو هېوادو کې د یوه او بل د سوداګریزو خونو پرانیستنه، ګمرکي همکاریو، د محصولاتو معیاري کول، کرهنیزې همکارۍ، د ظرفیتونو وده، د دواړو هېوادو سوداګرو ته د اوږد مهاله سوداګریزو ویزو ورکړه چې څوځلې پرې تلل او راتلل وکړای شي،د ترمز په سوداګریزه مجتمع کې د سوداګرو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د ګډې کمیټې جوړیدل او دې ته ورته نور مسایل وڅېړل شول.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم لزیز قدرت‌اف له مل پلاویو سره په ترمذ کې د اقتصادي-سوداګریزې خاصې مجتمع له ځانګړې ساحې څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS