د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزواو ترانزیټي اړیکو وده

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۵:۱۸
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزواو ترانزیټي اړیکو  وده

 چهارشنبه دکب 27مه 1399

 د افغانستان او پاکستان ترمنځ  دسيمه ايزې خبرې اترې دصنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ، د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي، خصوصي سکتور استازو او د افغانستان داسلامي جمهوري دولت دخصوصي سکتور داستازو په حضور کې په کابل کې ترسره شوې.

 ښاغلي غورياني کابل ته د پاکستان د اسلامي جمهوریت د خصوصي  سکتور پلاوي ته دښه  راغلاست ترڅنګ وويل چې ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ترانزیتي اړیکې په دې وروستیو کې پراختیا  موندلې او زموږ ټینګار د دې پر پیاوړتیا دی.

 ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې موږ باید د اقتصادي انسجام رامینځته کولو او د سوداګريزو او ترانزیتي اړیکو پراختیا لپاره لا ډيره همکارۍ ولرو ، او د هغه شیانو پلي کولو لپاره چې اړتیا ده د دواړو هیوادونو خلکو ته د سوداګرۍ او ترانزیت فرصت رامنځته کړو.

 د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت د تړون  د غځونې په اړه ښاغلي غورياني وويل چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت  لوړپوړو چارواکو د اپټا تړون د نوي متن په جوړولو کې چمتووالی ښودلی دی.

 ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ، د ازبکستان او پاکستان د اسلامي جمهوریت تر منځ د تاشکند درې اړخیزه ناسته کې؛  پاکستاني پلاوي موافقه وکړه چې یوه نوې اپټا به د نړیوال سازمان د اصولو سره سم جوړه شي ، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګريزې ترانزیتي اړیکې پراخې کړي.

 په دې خبرو کې ، د پاکستان دولتي خصوصي سکتور ، مزارشریف ته د دوی د سفر پایلو په بیانولو سره ، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ ترانزیتي اړیکو پراختیا وستايله او په بیلابیلو برخو کې یې له افغان پانګوالو سره په ګډ ه کارکولو کې خپله  ليوالتيا څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS