د افغانستان ــــ پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټې هوکړه لیک اتمه ناسته

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۵:۱۶
د افغانستان ــــ پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټې هوکړه لیک اتمه ناسته
دوشنبه د مرغومۍ ۸ مه ۱۳۹۹
د افغانستان ــــ پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټې هوکړه لیک د همغږۍ د کمیټې اتمه ناسته د پاکستان اسلامی جمهوریت د لومړی وزیر اقتصادي مشاوریت او سوداګرۍ وزارت په کوربه توب، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانې ترمشرۍ لاندي د دولتي او خصوصي سکتور پلاوی په ګډون په اسلام اباد کي پیل شوه.
د افغانستان دولتي او خصوصي سکتور پلاوی اسلام اباد ته د خپل سفر وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر جلالتماب داکترمحمد اشرف غني سره لیدنه درلوده چې په لیدنه کې د اپټیکا د اتمې ناستي د خبرو اترو په هکله د سفر ټول جزیات د جمهوري ریاست د مقام سره شریک او د هغوي د ملاتړ سبب وګرځیدل.
ښاغلي غوریانې په دې ناسته کې وویل : « موږ باید سوداګري له سیاست څخه جلا کړو موږ غواړو چې د نړیوالو سوداګریزو او ترانزیټي اصولو او معیارونو سره سم لودیځې آسیا او تاسي منځنې آسیا ته ترانزیټ ولرۍ.
پاکستان سره ترانزیټي ستونزو ته په اشارې سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل نن ورځ موږ راټول شوي یو تر څو ستونزې د اپټیکا د تړون پر اساس حل کړو، دا ستونزې تر یوې کچې حل شوی دي اما بلاخره باید پای ته ورسیږي، ترڅو ددې فرصت میسر شي چې په اوږد مهاله همکاریو خبري وکړو.
ښاغلي غوریاني زیاته کړه اپټا زموږ د همکارۍ لپاره یو اساس دی راځې د شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړواو د دواړو وهیوادونو د راتلونکې لپاره یو قوي اوغوره بنیاد کیږدو.
د افغانستان اسلامي جمهوری دولت او پاکستان اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو د اپټیکا د اتمې ناستي څخه وړاندې په کابل او اسلام اباد کې دوه ناستي ترسره کړې وي چې د دواړو هیوادون تر منځ ځینې عمده سوداګریزي او ترانیټي ستونزې حل شوي وي، تمه کیږي چې په دې ناسته کې به پاتې ستونزې هم حل شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS