د افغان معیار دچرګانو له فارم څخه لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۴:۳۵
د افغان معیار دچرګانو له فارم څخه لیدنه

چهارشنبه: د وری ۱۰مه، ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال  د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو په ګډون د افغان معیار د چرګانو له فارم او چرګانو د دانې د تولیدي فابریکې  څخه لیدنه وکړه، د فارم  له مسوولینو سره يې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالې او د هیواد د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

در عرصه تقویت تولیدات داخلی و چگونگی رسیدن افغانستان به خودکفایی با مسئولین فارم صحبت و گفتگو نمود.

په غه فارم ۷ میلیونه ډالره  پانګونه شوې چې  ۱۵۰ کسانو ته یې په مستقیم او ۵۰۰ کسانو ته يې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

افغان معیار فارم  په ۲۰۱۸ زیږدیزکال په ۱۰ جریبه ځمکه کې جوړشو او یو کال وروسته یې دچرګانو هګۍ، غوښه ،دانه  او نورمحصولات  د هېواد بازارونو ته وړاندې کړل.

دغه فارم د څلور سوه زره چرګانو د ساتلو وړتیا لري، دا مهال درې سوه زره چرګان لري چې  دوه سوه زره چرګان يې هګۍ توليدوي او هره ورځ د هیواد بازارونوته له يو لک اتيا زرو څخه تر دوه سوه زره پورې هګۍ  عرضه کوي.

د یادولو وړ ده چې د افغان د معیاري چرګانو فارم او دانې د تولید فابریکه په دوو مکروب ضد تونلونو سمباله ده او هم شنه ساحه لري،چې د فارم ساحې ته د خلکو او موټرو تر ننوتلو مخکې؛ هغوې ضدعفونی (د مکروب ضد) درملو سره وقایه کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS