د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د کابل د سوداګرو او کسب ګرو اتحادیې له غړیو سره و کتل

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۲۵
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د کابل د سوداګرو او کسب ګرو اتحادیې له غړیو سره و کتل

چهارشنبه ۱۳ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۵ میزان ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د سنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد، د کابل د سوداګرو او کسب ګرو اتحادیې له غړیو سره وکتل.

پدې لیدنه کې د کابل د سوداګرو او کسب ګرو اتحادیې غړیو خپل فعالیتونه او لاس ته راوړنې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سره شریکې کړل او د یاد وزارت په داخل کې یې په کېدونکو اقتصادي ناستو کې د ګډون په موخه د لازیاتې همکارۍ غوښتونکي شول.

همدا رنګه هغوی د هغه ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه چې تر اوسه یې هم له ګاونډي هېواد پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې لري.

د وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد، د هغوی د خبرو تر اوریدو وروسته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دروازې د خصوصي سکتور د غړیو پر مخ تل پرانیستې دي او مونږ تل همکارۍ ته تیار یو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS