په افغانستان کې پانګونې ته بلنه د ګڼو آسانتیاوو له وړاندیز سره

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۵:۳۷
په افغانستان کې پانګونې ته بلنه د ګڼو آسانتیاوو له وړاندیز سره

پنجشنبه۱۵ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا " پانګونې ته د عامې بلنې" تر سرلیک لاندې، په هېواد کې د صادراتو کچې د لوړ والي او د افغانۍ د ارزښت ثابت پاتې کېدو، په یوه خود کفا او صنعتي هېواد د افغانستان د بدلولو، د سوداګرۍ په بېلانس کې د تعادل ساتلو او په واقعي ډول د سیمې د ترانزیت پر څلور لارې د افغانستان د بدلولو په موخه، یو ستر پروګرام جوړ کړ.

پدې پروګرام کې د هېواد د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملاعبدالغني برادر، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د اسلامي امارت نورو چارواکيو، بهرنيو ډیپلوماتانو او میلمنو او د هېواد د خصوصي سکتور مشرانو ګډون درلود.

د پروګرام په پیل کې محترم ملا برادر د هېواد د کورنیو تولیداتو پر زیات والي او په دولتي او خصوصي بنسټونو کې د افغانستان وګړو ته د کاري فرصتونو په برابرتیا باندې پر ټینګار سره، ټولو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره به له هیڅ راز همکارۍ څخه دریغ ونکړي.

وروسته بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د عالیقدر امیر المومنین حفظه‌الله د هغه فرمان په اړه خبرې وکړې، چې له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او خصوصي سکتور د ودې، د سوداګرۍ لپاره د هېواد په بندرونو، عبوري پاینټونو او لویو لارو کې د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په اړه د امارتي ادارو د مکلف کېدو، د خصوصي سکتور له محترمو فعالینو سره د نیک چلند او د هېواد له داخلي توکیو څخه د ګټې اخیستنې په اړه صادر شوی دی.

همدارنګه محترم الحاج عزیزي د اسلامي امارت له خوا خصوصي سکتور ته د وړاندې شویو آسانتیاوو او د صنعت په تړاو د خصوصي سکتور له خوا د ترسره شویو فعالیتونو په اړه او د هېواد ته د بېرته راستنیدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د تسهیلاتو او امتیازاتو په تړاو خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او د پانګونې د جلب او جذب په موخه، اړونده قوانین بیا وکتل شول،د وزیرانو شورا په اقتصادي معاونیت او د چارو په اداره کې د پانګونې د آسانولو ډیسک رامینځ ته کېدل او ددې تر څنګ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې د پانګونې د چارو ریاست شته دي.

د پروګرام په دوام د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محترم ملا عبدالطیف منصور،د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاری دین‌محمد حنیف او د کرهنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال محترم مولوي صدراعظم عثماني، په خپلو اړونده دارو کې د پانګونې د شته فرصتونو په تړاو معلومات ورکړل.

همدارنګه په یاد پروګرام کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي محترم خان‌جان الکوزي او د هرات ولایت د صنایعو او کانونو د خونې رییس محترم حمیدالله خادم د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب خبرې وکړې.

د پروګرام په پای کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ،کانونو، انرژۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند او برېښنا په سکتورونو کې د پانګونې په اړه پریزینتېشنونه حاضرینو ته وړاندې د اړونده ادارو له خوا وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS