په افغانستان کې پانګونې ته د ایران د خصوصي سکتور لیوالتیا

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۵:۴۲
په افغانستان کې پانګونې ته د ایران د خصوصي سکتور لیوالتیا

یکشنبه ۲۵ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۷ دلو ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن غرمه د ایران د اسلامي جمهوریت د خصوصي سکتور له هغه پلاوي سره وکتل چې سهار د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محترم سید عباس عراقچي سره کابل ته راغلی دی.

پدې کتنه کې د ایران د خصوصي سکتور استازو د افغانستان د کانونو، کرهنې او صنعت په سکتورنو کې له پانګونې سره خپله لیوالتیا وښوده او د کانونو، کرهنې او ځینو تولیداتو د معیاري کولو په برخه کې یې د افغانانو روزنې ته تیاري وښوده او همدارنګه له افغانستان سره یې په تخنیکي، خدماتي، مهندسۍ برخو کې همکارۍ او د ځینو معدني او کرهنیزو موادو د واردولو لپاره چمتوالی وښود.

همدارنګه پدې کتنه کې د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي، له چاه بهار بندر څخه د لازیاتې ګټې اخیستنې، افغانستان ته د بې کیفیته توکو د صادراتو د مخنیوي، سرحدي بازارګوټو او د هغوی د ستونزو، ایران ته د افغان لورې د صادراتو د زیاتوالي، د هغه موادو د لیست د وړاندې کولو چې ایران ورته اړتیا لري، د ترانسپورټي او ترانزیتي لګښتونو د را کمولو او په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پانګونې په اړه خبرې وشوې.

محترم الحاج عزیزي په بېلابېلو برخو کې او په تېره بیا د چاه بهار بندر په تړاو پر ګډو همکاریو پر ټینګار سره وویل چې د پروګرام مطابق مو د راکړې ورکړې د زیاتوالي په لور ګام واخیست او اوس دادی د دواړو هېوادو تر مینځ سوداګرۍ زیاتوالی موندلی او ټاکل شوې موخې ته د رسیدو لپاره باید خنډونه لیري شي.

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دوی له پروګرامونو څخه د هر اړخیز ملاتړ په څرګندولو سره زیاته کړه چې مونږ د افغانستان د خصوصي سکتور د لا زیات فعالولو په اړه کار کوو او د ایران اسلامي جمهوریت له خصوصي سکتور سره به د نژدې همکارۍ پر لارو غور کوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS