په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د ا.ا.ا. د سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۲۳
په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره د ا.ا.ا. د سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

دوشنبه ۱۱ شعبان العظم ۱۴۴۶ / ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، نن دوشنبه د سلواغې (دلوې) په ۲۲ مه نېټه، مازدیګر مهال په کابل کې د قزاقستان جمهوریت له سفیر  ښاغلي "گزیز اکباسوف" سره وکتل.

پدې کتنه کې دواړو لوریو په الماتا ښار کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز د جوړښت، د دواړو هېوادو د سوداګرو تر مینځ د قراردادونو په تړاو د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو،په افغانستان کې د قزاقي سوداګرو د پانګونې او په کابل کې د قزاقستان د سفارت له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو په تړاو د آسانتیا رامینځ ته کېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

 همدارنګه پدې کتنه کې د سوداګرو د ستونزو او شخړو د حل لارو په تړاو هم خبرې وشوې او د نظرونو سره تبادله شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS