خبرتیا-د دبۍ ۲۰۲۰ کال نندارتون

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۰:۴۵
د اکسپو ۲۰۲۰ دبی خبرپاڼه

د دبۍ ۲۰۲۰ میلادي کال نندارتون چې د  کورونا ویروس د خپریدو له امله ځنډول شوی وو  ،د افغانستان په ګډون  له ۱۹۲ څخه د ډیرو هیوادونو،سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ترسره کیږي. دا نندارتون په دبۍ کې د عربي متحده اماراتو په ښار کې  د۲۰۲۱ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۲ کال د مارچ تر۳۱ مې نیټې پورې د شپږو میاشتو لپاره په ورځ کې ۱۵ ساعته او په اونۍ کې ۷ ورځې د لیدونکوکوربه وي .  

د افغانستان اسلامي جمهوریت د "نندارتون فرصتونو" په ساحه کې د درې پوړونو (پاویلیون) په جوړولو  کار کوي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دې نندارتون اړوند فعالیتونه او برنامې پلانولو په حال کې دی   یقیناً، خصوصي او عامه شرکتونه  به دا ځانکړی فرصت له لاسه ورنکړي. هغه کسان چې لیواله دي کولی شي پدې نندارتون کې برخه واخلي او د دې وزارت د نندارتون څانګې سره په اړیکه کې شي او د نندارتون په هکله د نورو جزئیاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د اړیکو شمیره :

واټسپ نمبر 0093766660522 :

واټسپ نمبر   0093747626577 :

بریښنا لیک expo2020.afghanistan@gmail.com:

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS