دکابل ـ مزارـ پیښور د ریل پټلۍ دجوړیدو سند لاسلیک شو

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۸
دکابل ـ مزارـ پیښور د ریل پټلۍ دجوړیدو سند لاسلیک شو

چهار شنبه : دسلواغې ۱۵ مه ۱۳۹۹

دکابل ـ مزارـ پیښور دریل پټلۍ دلیکې دجوړیدو سند دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر دازبکستان دلومړي وزیر مرستیال او دبهرنۍ سوداګرۍ وزیر ښاغلي سردار امورزاکوف او په اقتصادي چارو کې دپاکستان دلومړي وزیرستر سلاکار او دسوداګرۍ وزیر عبدالرزاق داود په حضور کې لاسلیک شو.

په دغه مراسمو کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني وویل چې دازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ یاده ګډه پروژه دسوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خورا مهمه ده او ټینګار یې وکړ چې دافغانستان اسلامي جمهوریت د ترانزیټي، سوداګریزو، ریل پټلۍ او هوایي دهلیزونو دپراختیا په موخه هڅې کوي.

بلخوا بیا دافغانستان داسلامي جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر وویل چې ددې لیکې په پرانیستلو سره د سیمه ایز تړاو په موخه یو لوی ګام اوچت شو او دده په وینا ( دافغانستان له لارې دجنوبي او مرکزي آسیا نښلولو) هيلې هم پوره کیږي.

ښاغلي اتمر چې دیاد کنفرانس مشري یې په غاړه وه ، وویل چې له نورو هېوادونو سره تړاو نه یوازې داقتصاد، ترانزیټ او سوداګرۍ پراختیا په برخه کې اغیزمن تمامیږي، بلکې د دوامداره همکاریو، سولې او امنیت دراتلو لامل هم ګرځي .

دیادونې وړ ده چې په یاد کنفرانس کې دازبکستان دلومړي وزیر مرستیال او دبهرنۍ سوداګرۍ وزیر ښاغلي سردار امورزاکوف او په اقتصادي چارو کې دپاکستان دلومړي وزیرستر سلاکار او دسوداګرۍ وزیر عبدالرزاق داود، دیادې ریل پټلۍ جوړېدل یوه مهمه او تاریخي پروژه وبلله او زیاته یې کړه چې یاده پروژه به دمرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ سوداګریزواو ترانزیټي اړیکو ته پراختیا ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS