د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین ښاغلي احمدالله زاهد په مشري یوه پلاوي د پاکستان اسلامي جمهوریت ته خپل رسمي سفر پیل کړ

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۷:۰
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین ښاغلي احمدالله زاهد په مشري یوه پلاوي د پاکستان اسلامي جمهوریت ته خپل رسمي سفر پیل کړ

دوشنبه، 25 محرم الحرام 1447 / 30 سرطان 1404

نن د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتي ۲۵مه نیټه، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین ښاغلي احمدالله زاهد په مشري یوه پلاوي د پاکستان اسلامي جمهوریت ته خپل رسمي سفر پیل کړ.

د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ، او د ترجیحي تعرفې اړوند مهمو موضوعاتو باندی بحث او تبادل نظر دی.

 تمه ده چې د دې سفر په ترڅ کې به د ترجیحي تعرفې په اړه هوکړه‌لیک لاسلیک شي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکې لا پیاوړې شي.

 د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد د سوداګرۍ، ترانزیټ، او صنعت ودې ته دوام ورکړي او له ټولو شته فرصتونو څخه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS