د اپټا تړون د تعدیل په اړه ملي مشورتي غوڼده

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۸:۵۷
د اپټا تړون د تعدیل په اړه ملي مشورتي غوڼده

چهارشنبه د چنګاښ  ۹مه ۱۴۰۰ 

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان - پاکستان د ټرانزیټي سوداګریز تړون (اپټا) د تعدیل په اړه د خصوصي سکتور د وروستیو نظریاتو او وړاندیزو د ترلاسه کولو په موخه  ستره ملي مشورتي غونډه د هیواد دسوداګریزواو ترانزیټي سکتورونود لوړ پوړو استازو په ګډون په کابل کې ترسره کوی.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه،د اپټا تړون د تعدیل په اړه د مشورتي غونډې په دویمه ورځ د بلخ ، کندز ، هرات او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور له استازو سره په کتنه کې وویل، چې د خصوصي سکتور د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کول د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اپټا تړون د تعدیل لپاره خورا مهم او ارزښتناک دی.

 ښاغلي بن شاه زیاته کړه چې د خصوصي سکتورود مشرانو سره د لوی او ملي مشورتي غونډې د ترسره کولو موخه له پاکستان سره د دغه تړون په خبرو اترو کې  د خصوصی سکتور ورستیو نظریاتو،وړادیزونو او معلوماتو شریکول دی .

د افغانستان د اطاقونو فدراسیون مرستیال ښاغلي خان جان الکوزی اود بلخ ، کندز ، هرات او کابل ولایتونو د خصوصي سکتور استازو هم په پاکستان او افغانستان کې د سوداګرۍ،ترانزیت او ټرانسپورټي ستونزو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل،په پورته ذکر شوې برخو کې د اسانتیاو رامنځته کول،او نوراړونده موضوعات يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه سره شریک کړل .

د صنعت او سوداګري وزارت دولسمشرۍ ماڼۍ  په ملاتړ او د خصوصي سکتورد نظرونو او وړاندیزونو په ترلاسه کولو سره تر دې دمه له پاکستان سره د اپټا تړون د تعدیل په موخه ژورې خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کولواو د یاد تړون په تعدیل کې د هغوي ځای پرځای کولو لپاره،  دهیواد په مختلفو ولایاتو،په ځانګړي توګه هغه ولایتونه چې د ګاونډیو هیوادونو سره ګډه سوداګریزهاوترانزیتي پوله لري غونډي ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS