د خصوصي سکټور د مشرتابه ټاکنو د بريا په اړه ناسته وشوه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۲:۴
د خصوصي سکټور د مشرتابه ټاکنو د بريا

تير ماښام د خصوصي سکټور د ټاکنو په اړه، چې په بیلابیلو ولایتونو کې په بریالي ډول تر سره شوې، غونډه وشوه.
پدې ناسته کې، چې دولتي چارواکو، د پارلمان غړو، د بیلابیلو ولایتونو د خصوصي سکټور استازو او قومي مشرانو ګډون کړی وو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو چارو معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د وزارت په استازیتوب د ټاکنو د پروسې او پدې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رول، د اقتصاد او سوداګرۍ سکټور د لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او پدې برخه کې د خصوصي سکټور د رول او دیته ورته نورو مسایلو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي عبدالرحیمزي د خونو د مخکنیو غړو د کړنو د ستایلو تر څنګ، نويو ټاکل شويو غړو ته د مبارکۍ تر څنګ دوی ته ‌‌‌‌‌‌ډآ‌‌‌‌‌اډ ورکړ، چې افغان حکومت به د تل په څیر د خصوصي سکټور تر څنګ پاتې شي تر څو د یوه صادراتي او پر ځان بسیا افغانستان پر لور سفر ګړندی او لا موثر کړي.

.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS