د خصوصي پانګوونې د قانون تعدیل او بډاينې ورکشاپ ترسره شو

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۹:۵۰
د خصوصي پانګوونې د قانون تعدیل او بډاينې ورکشاپ ترسره شو

پنج‌شنبه: دچنګاښ ۲۴مه ۱۴۰۰

د خصوصي پانګوونې قانون د تعدیل او بډاینې په اړه ورکشاپ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزوچارو د مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه ، د ولسمشرۍ ادارې د پانګوونې داسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب، دافغانستان دخونو د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزی ، د سوداګرۍ او پانګونې اطاق اجرایوي رییس ښاغلي شفیق الله عطایي ، د خصوصي سکتور پانګوالو،ریسانو او یو شمیر ملي سوداګرو په شتون کې د پانګوونې اسانتیا واحد لخوا ترسره شو.

 د صنعت او سوداګرۍ معین ښاغلي محمد سلیمان بن شاه وویل چې د خصوصي پانګوونې قانون په تعدیل کې د خصوصي سکتور څخه د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کول په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې راجلبولواو د دې قانون د پلي کولو  دپانګوونې  د ودې یوه لاره ده.

ښاغلي بن شاه دغه راز زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګوونې راجلبولو لپاره ، د نړۍ په مختلفو ژبو په افغانستان کې د پانګونې برنډ رامینځته کړی او په هیواد کې یې د پانګونې په هکله معلوماتي کڅوړې  د سیمي او نړۍ  له پانګوالواو سوداګرو سره شریکې کړې دي.

د افغانستان د اطاقونو فدراسیون معاون ښاغلي خان جان الکوزی ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرایوي رییس شفیق الله عطایي، او د خصوصي سکتور استازو د ولسمشر څخه د پانګوونې د ملاتړ او د خصوصي سکتور څخه مننه وکړه، د یاد قانون د تعدیل په هکله يې خپل نظریات شریک کړل .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګوونې راجلبولو لپاره چمتو دی ترڅود هیواد په ۸ صنعتي ښارګوټو کې ځمکې و ویشي   او په نږدې راتلونکي کې به د پانګوالو لپاره یو شمیر نورو صنعتي پارکونو کې هم وویشل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS