د سوداګري نړیوال سازمان, فرصتونه او ستونزې

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۰:۱۱
د سوداګري نړیوال سازمان, فرصتونه او ستونزې

پنچ‌شنبه: دجوزا/غبرګول ۱۹مه ۱۴۰۱

 د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د توافقنامو د تطبیق ریاست  (WTO) راپور واورېده. په یاده استماعي ناسته کې د وزارت د پالیسي او سوداګریزو خدماتو عمومي رئيس ښاغلي عبدالقهار محمودي او د سوداګري د نړیوال سازمان د توافقنامو د تطبیق ریاست رئيس ښاغلي عبدالوکیل مسلم هم ګډون درلود. ښاغلي مسلم د یاد ریاست په تاریخچې رڼا  واچوله او د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې  د افغانستان په غړیتوب وغږېد.

د راپور اورونې په دوام د یاد ریاست د توافقنامو آمر ښاغلي محمد اصغر انوري د ریاست په وړاندې پرتو فرصتونو او ستونزو مفصل مالومات وړاندې کړل او له مشرتابه يې د ځینو ننګونو د رفع کولو لپاره همکاري وغوښته.

مرستیال وزیر مولوي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې کابو ۱۶۴ هیوادونو د سوداګري د نړیوال سازمان د غړیتوب په مټ د قوي اقتصاد او پرمختللې سوداګري څښتنان شوي او د افغانستان لپاره هم دا ښه فرصت ده تر څو له یادې لارې خپله سوداګري ښه لور ته سوق کړي. نوموړي وویل چې که  څه هم په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډېدلی خو وزارت ښکېلو مسؤلینو او اړخونو ته لازمې لارښوونې کړې تر څو شته ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د سوداګري نړیوال سازمان په نړیواله کچه د هیوادونو تر منځ د سوداګریزو چارو د ښه انسجام په هدف په ۱۹۹۵ لمریز کال کې رامنځته شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS