د صنعتکارانو د ستونزو اورېدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۸:۴۳
د صنعتکارانو د ستونزو اورېدنه

دوشنبه مورخ 15 رجب المرجب 1444 / 17 سلواغه 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال ، په خپل کاري دفتر کې د کابل د صنایعو او کانونو خونې له اجرائیه مشر  ښاغلی محمد کریم عظیمي، د کابل د خونې مشورتي بورډ غړي ښاغلي مطیع الله نسیم زرمتي او یو شمېر نورو صنعتکارانو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واوریدې. په دې لیدنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، د کابل د صنایعو او کانونو د خونې اجرائیوي مشر ښاغلي محمد کریم عظیمي د صنعتکارانو عمومي ستونزې مطرح کړې. همدا راز  د کابل د سوداګرۍ خونې د مشورتي بورډ غړې ښاغلي مطیع الله نسیم زرمتي په کرايي ځایونو کې د فابریکو د فعالیت په اړه خبرې وکړې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د ځمکې د ویش پرمهال دفعالیت  فعاله جوازونو او د فابریکو ماشینریو ته جدي پاملرنه وکړي.

ورپسې د ټایرونو د پروسس سکتور څخه ښاغلی پوهاند طفیل، د دغې خونې د مخکیني تولیداتو د سکتور د کمیټې مشر ښاغلی حاجي مجیب الرحمن او د دي خونې د سکټوري کمیټې رئیس ښاغلي خال محمد تاجیک هر یو د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې. د فابریکو د کرایې په تړاو، د زړو ټایرونو قاچاق چې په دې برخه کې د زړو ټایرونو فابریکې دي او د خامو موادو څخه کار اخلي، د یو ګاونډۍ هیواد د ډمپینګ په برخه کې (یوه شفافه ټوټه چې نرمه سطحه لري او د بیلابیلو بطریو په جوړولو کې کارول کیږي) او دکاک تولیدی فابریکې سره خبرې وکړې.

 همدارنګه صنعتکارانو په صنعتی پارکونو کې د برېښنا د نشتوالي په اړه خپلې ستونزې بیان کړي دوی غوښتنه وکړه، چې د جمعه محمد محمدي صنعتي پارک په شاوخوا کې د ځمکو د غصب په اړه له اړوندو ادارو سره خبرې وشي، تر څو دغه ځمکې بیرته صنعت او سوداګرۍ وزارت ته راوګرځول شي، او دغه صنعتي پارک ورغول شي. دوی دا غوښتنه هم وکړه چې د ځمکې د وېش په کړنلاره کې دې د دوی نظرونه شامل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په کرایي ځایونو کې د فابریکو د فعالیت او په صنعتی پارکونو کې د برېښنا د نشتوالی په اړه وویل چې موږ له دې ستونزه خبر یو او هغه مکتوبونه چې د صنایعو او کانونو خونې له لارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته سپارل شوي، موږ به پرې کار وکړو. ښاغلي جمال د بریښنا د کمښت په اړه هم وويل، چې له بده مرغه په ​​دې موسم کې ازبکستان هیواد هم د بریښنا له کمښت سره مخ دی، چې له امله يې د برېښنا صادرات له ستونزو سره مخ شوي دي. زیاته یې کړه چې موږ د دې ستونزې د بنسټیز حل په موخه پانګوالو سره په تماس کې یو. ښاغلي جمال ډمپنګ او کاک تولیدي فابریکو په اړه وویل چې موږ ته په دې اړه ستاسو مکتوب ترلاسه شوي او موږ به په اقتصادي کمیسیون کې پري کار وکړو.

 همدارنګه ښاغلي جمال د هغو فابریکو له مسوولینو څخه چې په خپلو فابریکو کې له ټایرونو څخه د خامو موادو په توګه کار اخلي، وغوښتل چې د فابریکو نوملړ د دوی له موقعیت او ظرفیت سره سم له وزارت سره شریک کړي، څو اساسي حل ورته ولټول شي.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د جمعه محمد محمدي صنعتي پارک پر پراختیا ټینګار وکړ او د ځمکې د وېش په تګلاره کې د صنعتکارانو د نظرونو شاملولو په اړه وویل چې تاسي خپل استازي دصنعت او سوداګرۍ  وزارت ته معرفي کړئ.

ښاغلي جمال صنعتکارانو سره ژمنه وکړه چی کومي چارې نورو ادارو پورې اړه لري اړوندو ادارو سره به شریکې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS