د صنعت او سوداګرۍ وزیر د باختر فلورملز فابریکې څخه لیدنه
چهارشنبه د غويی ۲۹مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی په پلچرخي صنعتی پارک کې د باختر فلورملز فابریکې څخه لیدنه وکړه او د هغې د ستونزو د پیژندنې اود فرصتونو په موخه يې د دې فابریکې مسئولینو سره خبرئ اترې وکړي .
د دې لیدنې پرمهال د کانونو او صنایعو خونې رئيس ،صنعت کارانو او د پلچرخې صنعتي پارک د فابریکو خاوندانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره ملګرتیا کوله،
صنعت او سوداګرۍ وزیر د باختر فلورملز فابریکه څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې د هیواد د صنعتې ښارګوټو څخه د لیدنو موخه د فابریکو په تولیداتو کې دستونزو، ننګونو او فرصتونو پیژندل اسانتیاوې رامنځته کول ،دغه راز په دې فابریکو کې د تولیداتو د کیفیت د وړتیا لوړول دي ترڅو د دولت د لاملاتړ سبب وګرځې .
ښاغلي غوریاني نوموړې تولیدي فابریکې څخه د لیدنې پرمهال د هیوادوالو څخه وغوښتل چې د کورني تولیداتو څخه ګته واخلې د باختر فابریکي د اوړو تولیدات يې د هیواد په اقتصادي ودې کې اغیزناکه وبلل شو.
یاد شرکت خپل داړتیا وړ غنم کور دننه او بهرنیو هیوادنو څخه ترلاسه کوي.
د یادولو وړه چې د باختر د اوړوفابریکه په ۲۴ ساعتونوکې ۲۰۰ ټنو اوړو تولیدولو وړیتا په لرلو سره د سوجي اوړه ، ترمیده او سبوس اوړه تولیدوي چې خپل تولیدات د هیواد مختلفو بازارنو ته لیږدوي دغې فابریکي کابو ۱۰۰ هیوادوالو ته کار زمینه برابره کړې ده.
