د غوره کورنیو تولیداتو پیژندلو دهمغږۍ غونډه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۴۰
د غوره کورنیو تولیداتو پیژندلو دهمغږۍ غونډه

 چهارشنبه: دزمري۲۰مه ۱۴۰۰

دغوره تولیداتو دپیژندلو او د هیواد د تولیدي صنایعو څخه د ملاتړ لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو د همغږۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي رییس سید محسن سادات په مشرۍ د صنایعو او معادنونو دخوني د مرکزی او ولایتي استازو په ګډون په حضوري او انلاین ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

 په پیل کې ښاغلي سادات وویل چې د ولسمشر د لارښوونې سره سم؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه باید دغوره تولیداتو دپیژندلو او د هیواد د تولیدي صنایعو څخه د ملاتړ په موخه د لازمو اسانتیاوود رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړی.

نوموړي زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنایعواو کانونو خونې څخه غوښتنه کوي، چې د کورنیو تولیدي شرکتونو محصولات دې دوي ته معرفي کړي چې دا وزارت به يې د اعلانونو په خپرولو، بازار موندنې او پیرودونکو ته په ورپیژندنه کې مرسته وکړی.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې  مشر شیرباز کمین زاده وویل چې دوی د هیواد د ټولو تولیدي شرکتونو محصولات د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته معرفي کړي، اوهم به د صنعتکارانو د ستونزې  د خامو موادو ساحو ، د خامو موادو تعرفو او د اړتیا بریښنا نشتون ،د کورینو صنایعو څخه د دولت د ملاتړ څرنګوالي او نور مواردو کې له دوي سره شریک کړی .

د ولسمشر د لارښوونې سره سم  ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د صنعت او کانونو خونې د غونډو لړۍ په منظم ډول ترسره کیږي ترڅو غوره کونريی محصولات په ښه توګه وپیژندل شي او د کورنیو صنایعو څخه دملاتړ لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS