د لبنیاتو سکتور دغړو سره لیدنه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۸:۵۹
د لبنیاتو سکتور دغړو سره لیدنه

یک شنبه مورخ ۱۱ ربیع الاول ۱۴۴۴ / ۱۵ لړم ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د هېواد د لبنیاتو سکتور له غړو سره وکتل.

په دې لیدنه  کې د هېواد د لبنياتو تولیدکونکو د طبيعي او کورنیولبنياتو څخه د بازار د اړتیاوو د پوره کیدلو  ادعا وکړه، او له یاد سکتور څخه د ملاتړ په موخه يېد ۱۲ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته د  لبنیاتو پر وارداتود  تعرفې  د لوړولو غوښتنه وکړه ،زیاته يې کړه  چې د ګمرک د ډیټابیس نرخ د بازار له نرخ سره سم نه دی او باید  دې برخې ته پاملرنه وشي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست  ښاغلي عزیزي د هېواد د لبنیاتو له سکتور څخه په ملاتړ وویل چې امارت ددې سکتور څخه ملاتړ کوی، نوموړې  د لبنیاتو د پروسس او تولید فابریکو له ټولو مسوولینو وغوښتل، چې د تولید د وړتیا، په فابریکو کې د کارېدونکو خامو موادو ډول،  د اړیکو شمېرو او د کارکوونکو شمېر په ورکړل شوي فورمه کې ثبت کړې تر څو ټولې فابریکې وڅېړل شي.

پای کې ښاغلي عزیزي د دغه وزارت د لومړنیو صنایعو رئیس ته لارښوونه وکړه چې د لبنیاتو د فابریکو له مسوولینو څخه دې د لازیاتو بحثونو لپاره یو  تخنیکي ټیم جوړ شی.

د فابریکو د خاوندانو په وینا اوس مهال په افغانستان کې د لبنیاتو دپروسس او تولید  ۳۲ سترې فابریکې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS