د هرات ولایت د کورنیوتولیداتو په نندارتون کې د شاوخوا ۳ میلیونو افغانیوپه ارزښت د توکو پلور

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۸:۳۷
د هرات ولایت د کورنیوتولیداتو په نندارتون کې د شاوخوا ۳ میلیونو افغانیوپه ارزښت د توکو پلور

چهارشنبه: د چنګاښ۱۶مه ۱۴۰۰ 

د نندارتون په  درې ورځینې بهیر کې، د هرات ولایت لس زره اوسیدونکو، د روغتیايي مقرراتو په پام کې نیولو سره د هرات ولایت د کورنیو صنایعو او تولیداتو د نندارتون څخه لیدنه وکړه او د نندارتون  د ترسره کیدلو څخه يې تود هرکلی وکړ.

د هرات ولایت د صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د هرات ولایت د صنایعو او کانونو د اطاقونو په همکارۍ د سل ورځې سل زیري پروګرام په چوکاټ او د صنعت اونۍ د لمانځلو په موخه ترسره شو .

 په دې نندارتون کې دهرات ولایت صنعتکارانو او متشبثو میرمنو په ۲۱۰ غورفو کې د کوچنیو،منځنیواو لویو صنایعو په سکتورونو کې خپل تولیدات  د لسو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړل .

چې دنندارتون د تیرودریو ورځو په بهیر کې تولید کونکو د درې میلیونه افغانیو په ارزښت خپل محصولات وپلورل،  د هرات د صنعت او سوداګرۍ د ریاست په وینا ، د نندارتون ګڼ لیدونکې  او دتوکو پیردونکې  میرمنې  وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  په پام کې لري ترڅو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندنې په موخه روان کال کې کوردننه او بهر یو شمیر نندارتونونه ترسره کړی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS