د پل څرخي د صنعتي پارک څخه لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۸:۳۸
د پل څرخي د صنعتي پارک څخه لیدنه

دوشنبه 22رجب المرجب 1444 / 24سلواغه 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د پل څرخي په صنعتي پارک کې د حاجي زلمي له تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئيس ښاغلي محمد نعیم محمدي هم شتون درلود، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغه فابریکې څخه د لیدني پرمهال د فابریکې د مسئولینو ستونزو او وړاندیزونواوریدلو سره وویل مونږ،  تل هڅه کوو چې تاسو ته لا آسانتیاوې برابرې کړو، د افغانستان اسلامي امارت ستاسو د فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.

 همداراز ښاغلي جمال وویل د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه هڅه کوي تاسې ته ځمکې وویشې ترڅو د اړتیا وړ خام مواد  کوردننه  ترلاسه کړو، تاسې هم باید د کورنیو تولیداتو په وده کې خپل بنسټیز رول ولوبوۍ.

د یادونې وړ ده، چې په یاده  فابریکه کې ۲۵۰ تنه په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS