د کابل د صرافانو ستونزواو ننګونو څیړنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۹:۵
د کابل د صرافانو ستونزواو ننګونو څیړنه

دوشنبه :دتلې ۱۲مه ۱۴۰۰

 صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي او د کابل د یو شمیر صرافانو او خصوصي سکتور له استازو سره مشورتې ناسته ددې وزارت  په مرکزکې ترسره شوه .

 په دې ناسته کې صرافانو ښاغلي عزیزي ته د نوې دندې مبارکي وویله او د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د پریکړې هرکلی یې وکړه ، او د صرافانو لخوا د همکارۍ په اړه یې د وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي نورالدین عزیزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ دوه اړخیزه همکاری مهمه او ارزښتناکه وبلله،له قدرمنو صرافانو يې غوښتنه وکړه  چې خپلې ستونزې په وخت له وزارت سره شریکې کړي ترڅو د حل لپاره یې عملي اقدام وشي.

د یادونې وړ ده  چې د افغانستان اسلامي امارت ، په ځانګړي توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري ، د خصوصي سکتور ټولو سکتورنو دستونزو حل کولو لپاره کلکه اراده لری، اود ستونزو د بشپړ حل لپاره د سوداګرو ، صنعت کارانو ، متشبثینو ،ټولو اصنافواو خلکو همکارۍ غوښتنه کوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS