د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان نهایي کول او د بې کیفیتو اجناسو مخنیوي په اړه بحث

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۵:۵۳
د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان نهایي کول او د بې کیفیتو اجناسو مخنیوي په اړه بحث

سه‌شنبه مورخ 9صفرالمظفر 1444/15سنبله 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال  په مشري د بې کیفیته، جعلي او وخت تیرو اجناسو د تولید د مخنیوي کمیسیون ناسته د وزارت په عمومی تالار کی ترسره شوه .

په دی ناسته کۍ د  یاد  کمیسیون د ۱۴۴۴ ه ق کال کاري پلان په نهایي کولو او د هیواد په بازارونو کي د بي کیفیته، وخت تیرو او تلقبې اجناسو په شتون او د مخنیوي په اساسي لارو چارو بحث وشو.

 ښاغلي جمال د دې کمیسیون فعالیتونه هیواد او هیواد والو ته ګتور وبلل  او د هیواد والو د باور ترلاسه کولو باندي یې ټینګار وکړ؛

په پای کي د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان په تایید سره د بې کیفیته وخت تیرو او جعلي اجناسو د مخنیوۍ په اړه پنځه اساسی فیصلې وشوې.

 د یادونې وړ ده چي دا کمیسیون د لسو نورو ادارو په ملتیا د مستهلکینو د حمایت قانون په مطابق د مرکز او ولایاتو د بازارونو وضعیت څخه منظمه څارنه کوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS