سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد لپاره د کورنیو الوتنو چمتووالی

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۴:۵۷
سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد لپاره د کورنیو الوتنو چمتووالی

دوشنبه د سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۹

دسعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد د پروسې د څیړنو په هکله غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانې په مشرۍ، د حج او اوقافو وزارت ، د افغانستان د آریانا افغان او کام ایر هوايې شرکتون او خصوصي سکتور د استازو په ګډون د دې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د افغانستان دآریانا افغان او کام ایر هوايې شرکتونو سعودي عربستان ته د حاجیانو په لیږدولو کې خپل چمتووالی اعلان کړ ، او ویې ویل چې دوی په راتلونکي لمریز کال کې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږدولو لپاره بشپړ چمتو والی لری.

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نثار احمد غوریاني وویل چې د دې غونډې هدف سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد په پروسه کې د کورنیو شرکتونو د امکاناتو څیړنه او د حکومت لخوا د هغوي مالي ملاتړ دی.

همدا راز د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ټینګار وکړ چې د حاجیانو د لیږد پروسې قرارداد به د وزارت د شرط نامې سره سم کورنیو دولتي او خصوصي هوایی شرکتونو ته ورکړل شي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه که چیرې کورني هوايي شرکتونه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږدونې امکانات نه درلودل نو، وزارت به د حاجیانو د لیږد لپاره له بهرنیو شرکتونو سره تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د لاښوونې په اساس ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د حج او اوقافو وزارت د خصوصي شرکتونو له استازو سره په همغږۍ سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد پروسې د غونډو مشري په غاړه لری.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS