مولوي قدرت الله جمال د بدخشان له والي سره وکتل او د صنعت او سوداګرۍ ریاست څخه یی لیدنه وکړه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۱۴:۵۰
مولوي قدرت الله جمال د بدخشان له والي سره وکتل او د صنعت او سوداګرۍ ریاست څخه یی لیدنه وکړه

شنبه د غبرګولي/ جواز ۲۸ نیټه،  ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال او ور سره پلاوي  یې محترم ملا نیاز محمد واثق دصنعت او سوداګرۍ چارو معینیت اقتصادي  سلاکار،  مطیع الله امید دصنعت او سوداګرۍ وزارت د ستراتیژۍ، پلان او پالیسۍ رئیس د هیواد شمال ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د شنبې په ورځ د بدخشان ولایت والي محترم  مولوي عبدالغنی فایق، د والي مرستیال محترم نثار احمد احمدی او د ولایت امنیې  قوماندان محترم عبدالحق سره وکتل،

په دې کتنه کې چې د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس محترم مولوي سیف‌الرحمن رحیمي هم ملتیا کوله. ښاغلي جمال د بدخشان ولایت د خلکو جهاد او سرښندنو څخه یادونه او ستاینه وکړه  او پدې ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ د شرایطو په اړه وپوښتل.

د یاد ولایت محترم  والي په خپل وار سره د مولوي قدرت الله جمال له راتګ څخه هرکلی وکړ او وویل،  د بدخشان ولایت امنیت او د صنعتي او سوداګریزو  فعالیتونو لپاره شرایط د قناعت وړ دي او څرګنده یې کړه چې  موږ له صنعت کارانو او سوداګرو سره هر اړخیزو همکاریو ته چمتو یو.

او دواړو لورو د ستونزو،  ننګونو او د حل موندنو لارو چارو  په اړه بحث او څرګندونې وکړې په اخر کې محترم مولوي قدرت الله جمال د یاد ولایت د کانونو  رئیس مرحوم مولوي عبدالفتاح  شهادت  له کبله د عا وکړه او دلوی څښتن تعالی له در باره د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د صبر اواستقامت غو ښتنه وکړه.

په دې لړ کې محترم مولوي قدرت‌الله جمال د بد خشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مقر کې د یاد ریاست له رئیس سره  وکتل او کارکونکو ته یې لار ښوونې وکړې چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي   او خپل کارونه د ټاکل شوي پلان له مخې په خپل وخت سره تر سره کړي.

محترم مولوی سیف‌الرحمن رحیمی  د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس له خپل کاري بهیر، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو څخه یادونه وکړه، او خپل وړاندیزونه، ستونزې او ننګونې څرګنده ګړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین وویل لکه څرنګه چې د دې ریاست وړتیا لوړونې ته پاملرنه شوې نورو موضوعاتو ته به هم ځانګړې توجه وشي.

په اخر کې ښاغلي مولوي جمال د دې ریاست له د فترونو او آرشیف څخه لیدنه وکړه، د اسنادو د خوندي ساتنې ، کاري نظم او د اداري فعالیتونو په اړه یې لازم هدایتونه ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS