په افغانستان کې دسوداګرۍ دودې په موخه دکاري ډلې پرانیسته

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۹:۲۵
په افغانستان کې دسوداګرۍ دودې په موخه دکاري ډلې پرانیسته

چهار شنبه د سلواغې ۸مه ۱۳۹۹

په افغانستان کې دسوداګرۍ دودې په موخه کاري ډلې، دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ او ددولتي نهادونو، خصوصي سکتور، صنعتي اوتولیدي شرکتونواو نړیوالونهادونو داستازو په ګډون ، خپل کار پیل کړ.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې پرټولنیز ژوند بدې اغیزې کړي او تر څنګ یې اقتصادي ، سوداګریز، ترانزیټي او صنعتي فعالیتونه هم ټکني کړي دي.

ښاغلي غوریاني په ډاګه کړه چې یاد وزارت دخصوصي سکتور دودې ، هغې ته داسانتیاو په برابرولودهغوی په وړاندې دننګونو دلیرې کولو او دهغوی دستونزو دله منځه وړلو په موخه دسوداګرۍ دودې او پراختیا کاري ډله رامنځته کړې ده.

دغه کاري ډله چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ فعالیت کوي، له خصوصي سکتور، دوزارتونو له مالي نهادونو،اړونده دولتي ادارو او نړیوالو نهادونو سره میاشتنۍ غونډې کوي او وروسته یې پایلې عالي اقتصادي شورا ته وړاندې کوي.

بلخوا بیا دخصوصي سکتور، صنعتي ، تولیدي او سوداګریزو شرکتونو استازي چې دیادې کاري ډلې غړي دي ، وایي چې ددوی له فعالیتونو څخه ملاتړ به په هېواد کې تولیدات ډیر او دصادراتو کچه به لوړه کړي.

په همدې حال کې ددغې کاري ډلې ، نړیوال تمویل کوونکي نهادونه هم وایي چې دوی چمتو دي ، دصنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتورڅخه په افغانستان کې دصنعت او سوداګرۍ دپراختیا په موخه ملاتړ وکړي او هغه شرکتونه چې دکرونا ویروس له کبله زیانمن شوي له هغوی سره تخنیکي او مالي مرستې وکړي.

دغه کاري ډله به دهېواد په ۵ مهمو اقتصادي ، صنعتي او سوداګریزو زونونو کې دغالیو، زعفرانو، کشمیرې،قیمتي او نیمه قیمتي ډبرواو جواهراتوپه سکتورونو کې کار وکړي او هغوی ته دودې ، پراختیا ، تولید بسته بندۍ او صادراتو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS