په افغانستان کې د آسیا پراختیايي بانک له رئیس سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر غونډه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۷:۵۷
په افغانستان کې د آسیا پراختیايي بانک له رئیس سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر غونډه

یک‌شنبه د غويی۱۹ مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک له رییس ناریندرا سینګرو سره ،د افغانستان د خصوصي سکتور پراختیا په اړه د وزارت او اسیايي پراختیايي بانک ترمنځ د ګډې همکارۍ په هکله انلاین ناسته ترسره شوه .

 د غونډې په پیل کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د مهمو او ملي پروژو لپاره د آسیا پراختیایي بانک او دهغه مدیریتې ټیم له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه ، ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې په تیرو دوه لسیزو کې د آسیا پراختیايي بانک د بیلابیلو پروژو له لارې افغانستان سره په بیلابیلو سکتورونو کې مالي مرسته کړې او دې بانک د ۱۷۵ حیاتي او مهمې پروژې د ۵،۹۹ میلیارده ډالرو په ارزښت تمویل کړې دي.

 د هیواد اقتصادي پرمختګ کې د خصوصي سکتور رول په ټینګار سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې موږ د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې هڅه کوو چې د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو سره د بهرنۍ پانګونې راجلبولو لپاره مناسب چاپیریال رامنځټه ، د صادرات تقویه ، او سوداګرۍ او ټرانزیټ ته وده ورکړو ترڅو د افغانستان کورني تولیداتو د زیاتوالي سبب شي.

په دې ناسته کې ، ښاغلي غوریاني د دغه وزارت پنځه کلن پروګرام ، چې د مدیریت بدلون ، د سوداګرۍ او ترانزیت زیاتوالی ، د صادراتو زیاتوالی ، د صنعت وده او د کار اوکسب دچاپیریال رامینځته کول په کې شامل دې د آسیایې بانک مشرتابه سره  شریک، او د دې مواردو د پلې کولو لپاره يې دهغوي  د همکارۍ غوښتنه وکړه .

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر همدارنګه وویل چې د نړیوالو پروګرامونو  په ځانګړي توګه د آسیا پرمختیايي بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ سره به د دې پروګرامونو پلي کول د صنعتي ، سوداګریزۍ ، ترانزیټي ، اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره اړینه زمینه برابره کړي.

 په افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک رییس ښاغلي سینګرو هم د خپل پنځه کلن پلان لپاره د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دوی د دې پروژو ملاتړلپاره  چمتو دي.

ښاغلي سینګرو،زیاته کړه چې یاد بانک د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنځه کلن پروګرام ملاتړ سربیره غواړي چې د خصوصي سکتور د ودې پورې اړوند نورو برخو کې هم له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS