په خوست ولایت کې د چرګانود دانې د تولید شرکت دفعاليت پيل

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۸:۵۵
په خوست ولایت کې د چرګانود دانې د تولید شرکت دفعاليت پيل

 شنبه دزمري 2يمه 1400

 په خوست ولایت کې د چرګانو د دانې تولیدي شرکت د دولتي چارواکو او خصوصي سکتور داستازوپه حضور کې د 166 ملیونه افغانیو په پانګونې سره پرانستل شو.

 د مایل نوبهار چرګانو تولید شرکت چارواکي وايي چې په دې شرکت کې یې  166 ملیونه افغانۍ پانګونه کړې ، چې په یوه ساعت کې د  لسو ټنو دانې د تولید ظرفیت لري او  120 تنو ته يې د کار زمینه هم  برابره کړې ده.

 د خوست ولایت والي وايي چې دغه ولایت په مختلفو سکتورونو کې د پانګونې راجلبولو ډیر ظرفیت لري.

 په خوست ولایت کې د پانګوونې راجلبولو لپاره ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې ولایت کې د باغ - سموات صنعتي پارک د زیربناو جوړولو پروژه پیل کړې ، چې د پانګونې راجلبولو او په ياد پارک کې د پانګوالو هڅولو کې به کلیدي رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS