په مزار شریف ښار کې دننګرهار او بلخ ولایتونو دصنعت کارانو ګډه غونډه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۳:۳۰
په مزار شریف ښار کې دننګرهار او بلخ ولایتونو دصنعت کارانو ګډه غونډه

یکشنبه : دوري ۱۵مه ۱۴۰۰

د ننګرهار او بلخ ولایتونو دصنعت کارانو او سوداګرو ګډه ناسته چې د واليانو د مرستیالانو ، د صنعت او سوداګرۍ د ریاستونو چارواکو او ښځینه متشبثینو په شتون کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د لا همکارۍ ، دخصوصي سکتور او صنعت کارانو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د ننګرهار او بلخ ولایتونود صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکو د دې دوو ولایتونو د صنعتکارانو او سوداګرو تر منځ د صنعتي او سوداګریزو تجربو شریکولو پر دوام او همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دواړو ولایتونو خصوصي سکتور کولی شي د صنعتي فرصتونو او ننګونو په برخه کې له  یو بل سره همکاري وکړي.

همدا راز د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رییس ، محمد حسن محسن وویل چې د همکاریو دوام او د سوداګرۍ په برخه کې د تجربو شریکولو سره به په هیواد کې اقتصادي ودې او کورني تولید ته لاره هواره شي او یو شمیر خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي، نوموړي د حیرتانو او تورخم بندرونو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او پر چارواکو یې غږ وکړ چې د هیواد په بندرونو کې صادراتو او وارداتو ساده کولو ته لا ډیر پام وکړي.

دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې په مزار شریف ښار کې د درې ورځو لپاره یو ګډ نندارتون دخواهر شهري برنامې له لارې د ننګرهار او بلخ ولایتونو ترمینځ په لاره اچول شوی و.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت تل هڅه کړې چې صنعتکارانو او سوداګرو ته د پالیسۍ جوړوونکې  ادارې په توګه لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو په هیواد کې پانګونه راجلب کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS