په ننګرهاراو بدخشان  ولایتونو کې دبازار دوضعیت ارزونه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۵۱
په ننګرهاراو بدخشان  ولایتونو کې دبازار دوضعیت ارزونه

سه‌شنبه: دغبرګولي ۱۱مه ۱۴۰۰

په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د ټیټ کیفیت او تاریخ تیرو توکو د تولید او وارداتو د مخنیوي کمیسیون د نرخونو د کنټرول او د ټیټ کیفیت لرونکي توکو د پیژندلو په موخه د دې ولایتونو په بازارونو کې دنرخونو سروې ترسره کړه.

د جلال آباد ښار په بیلابیلو سیمو کې د کمیسیون پلاوي  د لیدنې پرمهال ، د تاریخ تیرو شاوخوا ۶۶ کیلوګرامه حفظ الصحې او مصرفي توکي راټول اوهمداراز د فیض آباد ښارله څخه یو څه اندازه خوراکي تاریخ تیري توکي  راټول شوې.

دغه  کمیسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مصرفوونکو د ساتنې له قانون سره سم په مرکز او ولایتونو کې د لسو دولتي او خصوصي سکتورونو ریاستونو څخه جوړ شوی ، چې یاد کمیسیون د خوراکي توکو او نورو مصرفي توکو د نرخونو کنټرول ، په مرکز او ولایتونو کې د بې کیفیته او تاریخ تیرو توکو پیژندلوپه موخه د بازار د وضعیت منظمې ارزونې  ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS