په افغانستان کې دبریښنایي سوداګرۍ دوضیعیت دارزونې کنفرانس دایرشو

yonus_shafaq
Thu, Jan 28 2021 6:19 PM
په افغانستان کې دبریښنایي سوداګرۍ دوضیعیت دارزونې کنفرانس دایرشو
پنجشنبه : دسلواغې ۹مه ۱۳۹۹
په افغانستان کې دبریښنایي سوداګرۍ دوضیعیت دارزونې کنفرانس دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ، داقتصاد وزیرې دوکتور کریمه حامد فاریابی او دخصوصي سکتوراستازوپه حضورکې دایر شو.
په دغه کنفرانس کې دبریښنایي سوداګرۍ په وړاندې دستونزو، ننګونو او راکړې ورکړې په اړه په کور دننه او له ګاونډیو هېوادونو سر د دیجیتلي تړاو څرنګوالی وارزول شو.
ښاغلي غوریاني وویل چې دبریښنایي سوداګرۍ لپاره په افغانستان کې ګامونه پورته شوي او زیاته یې کړه چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت هم په دې اړه هڅې تر سره کړي دي همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم دیادې سوداګرۍ لپاره تر واحد چتر لاندې دجوازونو ویش پیل کړی دی.
ښاغلي غوریاني دا هم وویل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټول توان سره دخصوصي سکتور لپاره اسانتیاوې برابروي او هڅه کوي چې افغانستان له نورې نړۍ سره دبریښنایي سوداګرۍ له لارې ونښلوي.
دغه کنفرانس چې په کابل کې دالبیروني څیړنیز انستیتوت له لارې دایر شوی ، موخه یې داده چې دبریښنایي سوداګرۍ په وړاندې ستونزې او ننګونې وڅیړي او تر څنګ یې دیادې سوداګرۍ په پراختیا کې داړونده ادارو او وزارتونو ونډه هم معلومه کړي.
دیادونې وړ ده چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت هم دبریښنایي راکړې ورکړې قانون تصویب کړی او دبریښنایي حکومتولی او سوداګرۍ په برخه کې یې مهم ګامونه اوچت کړي دي او افغان پست ته یې هم ویلي چې دافغان سوداګرو صادراتي توکي په ټیټه بیه دنړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي.

 

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS